زرګونه کسانو د اسپانیا، جرمني او فرانسې په ګډون په بېلابېلو اروپايي هېوادونو د فلسطین په ملاتړ لاریونونه کړي او غزه کې یې د جګړې د ژر تر ژره پایته رسېدو غوښتنې کړې دي.
په بارسلونا کې لاریون کوونکو د فلسطین بیرغونه پورته کړي او د اسراییلو پر ضد یې شعارونه ورکړل.
اسپانیوي لاریون کوونکي، راشد و ویل: «زه دلته د خلکو لپاره راغلی یم. ولې؟ ځکه چې زه انسان یم، د انسانانو او بشریت دفاع کوم. زه د وژنو او ترور مخالف یم. دا مهمه نه ده چې د انسان نوم، رنګ، دین یا تابعیت څه دی، مهمه دا ده چې باید د انسانانو ژوند وژغورل شي، نه دا چې ترې واخیستل شي.»
اسپانیا کې بل لاریون کوونکي، ادریانا کالهورا و ویل: «موږ دلته راغلي یو څو اسراییل ته د وسلو د لېږد په ګډون خپلې غوښتنې تر نړۍ ورسوو. موږ غواړو چې حکومت نور د دې نسلوژنې ملاتړ ونه کړي.»
په برلین او پاریس کې هم زرګونه کسانو د لاریونونو په ترڅ کې غزه کې د بېړني اوربند د ټینګښت غږ پورته کړی دی.
جرمني لاریون کوونکي، مارلون ټاپ و ویل: «تر امریکا وروسته، جرمني د اسراییل دویم ستر تمویل کوونکی هېواد دی او د ښکاره جنایتونو لپاره وسلې ورکوي. دا چاره باید جدي پایلې ولري.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او اسراییل ترمنځ تازه نښتو غزه کې د جګړې د لا پراخېدو اندېښنې زیاتې کړي دي.
د رسمي شمېرو لمخې، غزه کې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې د اسراییل په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۵ زره فلسطینیان وژل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه