Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جګړې څلورمه ورځ؛ اسراييل د ایران پر عامه ځایونو بریدونه پیل کړي

پر ایران د اسراييل د سختو بریدونو په دوام، تازه د دغه هېواد رسمي خبري اژانس ویلي، اسراييل په کرمانشاه ښار کې د فرابي په نوم یو روغتون په نښه کړی دی.

دغه بریدونه داسې مهال کیږي چې د اسراييل دفاع وزیر، اسرايیل کېټز ویلي، پلازمېنه تل ابیب کې د وروستیو بریدونو بیه به د تهران اوسېدونکي پرې کوي.

اخوا په تل ابیب او حیفا ښارونو کې د ایران په تازه بریدونو کې د وژل شویو اسراییلو شمېر ۸ تنو ته لوړ شوی چې له دې سره د ټولو وژل شویو اسراييلو شمېر شاوخوا شلو تنو ته رسېدلی دی.

رسنیو راپور ورکړی چې په دغو تازه بریدونو کې ایران په تل ابیب کې د امریکا سفارت هم نښه کړی او ودانۍ یې زیانمنه شوې ده.

بل لور ته بیا د اسراييل په تازه بریدونو کې په زنجان ښار کې د انصارالمهدي قطعې یو قومندان او یو سرتېری هم وژل شوي دي.

د دې ترڅنګ د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسمعیل بقايي هم د روانې جګړې په اړه په جلا جلا خبري غونډو کې ګډون وکړ.

پزشکیان و ویل: "هیڅ اراده نه لرو چې اټومي وسله جوړه کړو خو د اټومي انرژۍ د جوړولو حق لرو. ایرانیان یرغلګر نه دي بلکې تر تېري لاندې دي."

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسمعیل بقايي بیا له امریکا و غوښتل چې د اسراييل تېری په رسمیت وپېژني.

دغه جګړه داسې مهال دوام کوي چې ایراني چارواکو له اسراييل سره د اوربند نه منلو خبره هم کړې او د اسراييل رژیم پر وړاندې یې د لا زیاتو ویجاړونکو عملیاتو د دوام یادونه هم کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه