Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران او اسراییل پوځي شخړه؛ پراخ نړۍوال غبرګونونه او د سولې غوښتنې

د ایران او اسراییل ترمنځ د بې‌مخینې پوځي جګړو له زور اخیستو سره هم‌مهاله، نړۍوال غبرګونونه هم په پراخه کچه دوام لري.

اروپايي ټولنې، د امریکا متحدو ایالاتو، چین او ځينو نورو هېوادونو د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو اترو ته د ستنېدو غوښتنه کړې ده.

ورته مهال، روسیې او ترکیې اعلان کړی، چې دوی د ایران او اسراییلو ترمنځ د روان کړکېچ د منځګړیتوب لپاره چمتو دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند یو ځل بیا د لوېدیځ لخوا د اسراییلو پر ملاتړ په نیوکې سره وایي، چې له امریکا سره د اټومي مذاکراتو د بهیر په لړ کې اسراییل پر ایران برید کړی، هغه برید چې د نوموړي په وینا، د امریکا په همغږۍ او ملاتړ ترسره شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي:«موږ د یوه ډیپلوماتیک بهیر په منځ کې د اسراییلي رژیم له یرغل سره مخ شوو. دا اقدام، چې د امریکا له همغږۍ، همکارۍ او ملاتړ پرته شونی نه‌دی، په عمل کې یې د مذاکرو بهیر بې‌معنا کړی دی. له همدې امله، اوس دا د امریکا مسوولیت دی چې په دې وضعیت کې یو روښانه او روڼ دریځ خپل کړي.»
 
بلخوا؛ د اسراییلو د پوځ قومندان وايي، چې د ایران د پوځي قوماندې او اټومي تاسیساتو د لمنځه وړلو په موخه د دوی عملیات روان دي او په راتلونکو ورځو کې به نور هم زور واخلي.

د اسراییلو د پوځ قومندان ایال زامیر وویل:«له هغه شېبې چې موږ دا عملیات پیل کړل، په ناڅاپي ډول او چل ول سره مو عمل وکړ. په لومړي برید کې مو د ایران لوړپوړې پوځي قومنده لمنځه یوړه. موږ به د عملیاتو شدت ته دوام ورکړو او په دې توګه به د راتلونکو کلونو لپاره خپل امنیت ټينګ کړو.»
 
د امریکا ولسمشر د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړې د کېدو په تړاو هیله څرګنده کړې ده.

 ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر وايي:«زه هیله لرم، چې یوه هوکړه به ترلاسه شي. زه فکر کوم اوس د هوکړې وخت دی او موږ به وګورو چې څه کېږي؛ خو کله ناکله باید وجنګیږئ څو هرڅه څرګند شي. خو موږ به وګورو چې څه کېږي. زما په نظر د هوکړې امکان ښه دی.»

 د اروپايي کمېسیون رییسه هم د نښتو په تړاو ژوره اندېښنه څرګندوي او خبر یې ورکړی چې له اسراییلي چارواکو او نورو خواوو سره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره په اړیکه کې ده.

د اروپايي کمېسیون رییسه اورسولا فون در لاین وايي:«موږ د ایران د اټومي پروګرام او بالسټیک توغندیو په تړاو خپلې جدي اندېښنې څرګندې کړې دي. په اوږدمهال کې د ډيپلوماسۍ حل لار د ایران د اټومي پروګرام په تړاو اندېښنو ته د ځواب ویلو لپاره غوره انتخاب دی او اروپا لا هم د یوې مذاکره شوې هوکړې له لارې د یوې پایېدونکې حل لارې موندلو ته ژمنه ده. د دې موخې لپاره، موږ چمتو یو چې له سیمه‌ییزو او نړۍوالو شریکانو سره همکاري وکړو.»

ځينو ایرانیانو د خپل هېواد له لوري پر اسراییلو د بریدونو ملاتړ کړی او هغه یې اړین بللی دی.

یو ایرانی احمد وايي:«د ایران مشران باید ځواب ووکړای وای؛ ځکه که یې ځواب نه وای ورکړی، دا وضعیت به د ایران پر خلکو نور هم زیات فشار راوړی وای. موږ واقعاً د خپلو وسله‌والو ځواکونو له هڅو او قربانیو د زړه له تله مننه کوو.»

بل ایرانی وايي:«موږ له اسراییل سره په جګړه کې ښکېل شوي یو. موږ نه غوښتل اسراییل یا د هغو خلکو ته زیان ورسوو؛ بلکې غوښتل مو چې اسراییل خپله شاتګ وکړي؛ خو هغه دا کار ونه کړ.» 

د ایران او اسراییلو ترمنځ د نښتو په زور اخیستو سره، ایران پر انټرنېټ او ټولنیزو رسنیو محدودیتونه لګولي څو د کورنۍ اطلاع رسونې بهیر کنټرول کړي.

په نړۍوالو بازارونو کې د تېلو بیې هم تر ۱۱سلنې لوړې شوې دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه