Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران: پر اسراییل بریدونه د م.م له منشور سره سم د مشروع دفاع په چوکاټ کې دي

د ایران او اسراییل ترمنځ د نښتو په پنځمه ورځ، ایران د اسراییلي موخو پر ضد د توغندیو نهم پړاو بریدونه ترسره کړي او دا بریدونه یې د ملګرو ملتونو له منشور سره سم او د مشروع دفاع په چوکاټ کې بللي دي.

له بلې خوا، د اسراییلو پوځ ویلي چې ایران په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له زرو ډېر توغندي پر اسراییلو توغولي دي.

د ایران او اسراییلو ترمنځ د بې سارو شخړو په پنځمه ورځ، نښې نښانې ښيي چې دا کړکېچ په سیمه‌ییزه او ان نړۍواله کچه په اندېښمنوونکې توګه د پراخېدو په حال کې دی.

د ایران د دفاع وزارت ویاند وايي چې پر اسراییلو په ننني برید کې په لومړي ځل له داسې توغندي کار اخیستل شوی چې د ده په وینا، د اسراییلو د توغندیو دفاعي ډالونه یې د شنډولو توان نه لري.

 د ایران د دفاع وزارت ویاند رضا طلایي‌نېک ویلي:«چې نن (سې‌شنبې، د غبرګولي ۲۷مه) تهران د اسراییلو د استخباراتي سازمان (موساد) پر مرکز برید کې، په لومړي ځل له داسې توغندي کار اخیستی چې د اسراییلي پوځ لخوا "د کشف او تعقیب وړ نه و.»

بلخوا، د متحده ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن سې‌شنبې په لومړیو ساعتونو کې د تهران له اوسېدونکو وغوښتل چې له دغه ښاره ژر تر ژره ووځي. ټرمپ زیاته کړې چې ایران باید په بشپړه توګه اټومي وسلو ته له لاسرسي ډډه وکړي.

هغه وروستیو بریدونو او درنې مرګ ژوبلې ته په نغوتې سره وویل، چې ایران باید د خپل اټومي پروګرام په تړاو هوکړه کړې وای.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي:«زه پر مذاکرې بوخت وم. ما ورته وویل چې هوکړه وکړئ؛ دوی باید هوکړه کړې وای. د دوی ښارونه ویجاړ شوي او موږ هم ډېر خلک له لاسه ورکړي دي. اوس نه پوهېږم چې اصلاً د خبرو په مزاج کې یم که نه.»

له دې سره هم‌مهاله، د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د ایران د سپاه پاسداران د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه نوی قومندان په وروستیو بریدونو کې وژل شوی دی، خو ایران تر اوسه د دغه قومندان د وژل کېدو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

بل پلو، ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې نن (سې‌شنبې) سهار ایران د ۳۰ توغندیو په توغولو سره د اسراییل په مرکز تل‌ابیب کې څو حساس ځایونه په نښه کړي دي.

اسراییلی وګړی وايي:«ویجاړۍ واقعاً شدیدې دي او زموږ لپاره دا خورا حیرانوونکې ده چې زموږ کوچنۍ سیمه، چې ارامه او چوپه وه، د هغو توغندیو له امله چې له درې زره کیلومټره لېرې راغلي دي، دومره ویجاړه شوې ده.»

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي هم ویلي چې پر اسراییلو یې د هېواد بریدونه، د ملګرو ملتونو له منشور سره سم او د ځان دفاع په موخه ترسره شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی امیر سعید ایرواني وايي:««ایران هېڅ جګړه نه‌ده پیل کړې. دا روایت یوازې د اسراییلو د تېري توجیه کولو او د هغوی د جنګي جنایتونو د پټولو لپاره کارول کېږي. ایران خبرداری ورکوي چې هر هېواد چې د اسراییلو له تېري ملاتړ وکړي، د هغې د پایلو قانوني مسوولیت به پر غاړه ولري.»

 دا په داسې حال کې ده چې د ۲۱ عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې پر ایران د اسراییلو بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور او د ښه ګاونډیتوب د اصولو نقض بللی دی.

د اسراییلو پوځ ویلي چې ایران په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له زرو ډېر توغندي پر اسراییلو توغولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه