Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران–اسراییل د شخړو دوام؛ نړۍوالې اندېښنې، درانه تلفات او د رهبر غبرګون

د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې په شپږمه ورځ دواړو خواوو یو ځل بیا یو پر بل توغندیز بریدونه کړي دي.

د اسراییلو او ایران ترمنځ د نښتې په شپږمه پرلپسې ورځ، د تهران په مرکزي او شمالي سیمو کې په ځلونو د خطر زنګونه اورېدل شوي او ډېری اوسېدونکو یا په کورونو کې پاتې کېدل غوره کړي او یا یې دغه ښار پرېښی دی.

له بلې خوا، د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د متحده ایالتونو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د وروستي خبرداري په غبرګون کې چې ایران باید له قید او شرط پرته تسلیم شي، په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ایران ملت به د ګواښونو پر وړاندې تسلیم نه‌شي. خامنه‌يي زیاته کړې چې ایران به د تپل شوې جګړې پر وړاندې ودرېږي.

 د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي ویلي:«هغه څه چې هغه (امریکا) به په دې برخه کې زیان وویني، له هغه زیانه به په ځلونو ډېر وي، چې کېدای شي ایران ته ورسېږي. که امریکا دې ډګر ته دننه شي او پوځي حضور پيدا کړي، نو دا به یو له شک پرته، نه جبران‌کېدونکی زیان وي.»

نن (چهارشنبې) د اټومي انرژۍ نړۍوال اژانس تایید کړه چې په تهران او کرج کې د سانټریفیوژ جوړولو دوه مرکزونه په نښه شوي دي.

د ایران سپاه پاسداران اعلام کړی چې د خپلو عملیاتو په یوولسمه څپه کې یې له «فتاح» هایپرسونیک توغندیو چې ۱۴۰۰ کیلومټره لېرې هدف په نښه کولای شي، کار اخیستی. د دوی په وینا، ځینې دغه توغندي د اسراییلو له دفاعي سیسټمه ورتېر شوي او پر خپلو موخو لګېدلي دي.

 د «وعده صادق ۳» عملیاتو ویاند ایمان تاجیک په دې هکله وايي:«د سپاه پاسداران د هوايي ځواک زړورو قومندانانو او سرښندونکو جنګیالیو ته د "وعده صادق ۳" په نوم د یوولسم ویاړلو عملیاتو د ترسره کېدو مبارکي وایو؛ داسې عملیات چې د "فتاح" د لومړني نسل توغندیو په کارولو سره ترسره شول، او د هغه څه د پای پیل ګڼل کېږي چې د اسراییلي پوځ د افسانوي دفاعي هوايي سپر په نوم یادېږي.»

بلخوا، ایراني رسنیو د یوه ویډیویي کلېپ په خپرولو سره ویلي، چې نن سهار د ایران د توغندیو د دفاع سیسټم د اصفهان په ختیځ کې د اسراییلو یوه بې پیلوټه الوتکه را نسکوره کړه.

بلخوا، د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو له اسلامي هېوادونو غوښتي چې د اسراییلو د بریدونو پر وړاندې د ایران ملاتړ وکړي.

 د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو وویل:«د چین د خلکو جمهوریت حکومت، روسیې، ترکیې، د خلیج د همکارۍ شورا حکومتونو، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، کوېت او د نړۍ د سویل ټولو هیوادونو په ځانګړې توګه مسلمان هېوادونو ته وایم: راځئ چې د سولې په لټه کې د ایران ملاتړ وکړو او په سوله کې د ژوند کولو حق ولرو. راځئ چې دا لیونتوب پای ته ورسوو.»

روسیې، چین، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره ایران او اسراییل پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اسراییلو د هوايي بریدونو په پایله کې تر اوسه د څلورو خبریالانو په ګډون لږ تر لږه ۵۸۵ کسان وژل شوي او ۱۳۲۶نور ټپیان شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه