Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اتمه ورځ؛ پر تهران او تل ابیب د توغندیزو بریدونو د لړۍ دوام

په داسې حال کې چې د ایران او اسراییل ترمنځ شخړې اتمې ورځې ته رسېدلې دي، لا هم د جګړې د پای ته رسېدو کومه نښه نه تر سترګو کېږي.

ایران نن سهار (جمعه) په اسراییل کې پر یو شمېر مهمو موخو د بالسټیک توغندیو بریدونه وکړل.
له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چې ټاکل شوې، نن په ژنیف کې له خپلو اروپايي سیالانو سره د ترینګلتیاوو د کمولو او د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره وګوري، ټینګار کړی چې د ایران د توغندیزې وړتیا مسأله د دغه هېواد د خلکو د ملي ګټو یوه برخه ده او تهران په دې تړاو له هېڅ لوري سره خبرو ته حاضر نه دی.

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي ویلي:  «موږ باید دا خبره روښانه کړو چې د توغندیزو موضوعاتو په اړه له هیچا سره هېڅ ډول خبرې نه کوو. که چا شک درلود، نو اوس باید شک نه وي چې د ایران توغندیزه وړتیا د هېواد یوه فوق‌العاده دفاعي وړتیا ده.»

بل پلو، نن د اسرائیلو یوې بې پیلوټه الوتکې د تهران په مرکزي سیمه گیشا کې پر یوې ودانۍ برید وکړ.

سرچینو ویلي چې د دغه برید موخه یو ایراني اټومي ساینسپوه و.

خو تر اوسه پورې ایراني چارواکو د دغه راپور په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
له دې سره همهاله، په ایران، فرانسې، مالیزیا او ونزویلا کې سلګونه کسانو لاریونونه وکړل او د اسرائیلو بریدونه یې غندل. 

مالیزیا کې لاریون کوونکی، ریدوان حسین په دې اړه وايي: «دا چې دا شخړه به پر درېیمې نړیوالې جګړې بدله شي که نه، د امریکا په غبرګون پورې اړه لري. که څه هم امریکا وايي چې جګړې ته نه داخليږي، خو موږ وینو چې له اسراییلو سره د مرستې هڅې روانې دي  او دا یو ډول دسیسه ښکاري.»

ونزویلا کې لاریون کوونکی، خورخه رودریګز بیا وايي: «د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو یو جنګي جنايتکار دی. دا د اسرائیلو موجودیت دی چې د منځنۍ ختیځ او ټولې نړۍ سوله ګواښي. نور بس دی! د اروپایانو چوپتیا او سترګې پټول د شرم وړ دي.»

اخوا، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي دي چې په راتلونکو دوو اونیو کې به د امریکا د احتمالي مداخلې په تړاو پریکړه کوي. 

د سپینې ماڼۍ ویانده، کارولین  لېوېټ بیا وايي: «د ایران د روان وضعیت په تړاو ولسمشر داسې پیغام لري: د دې احتمال په پام کې نیولو سره چې ښایي له ایران سره ژر خبرې وشي یا ونه شي، زه به په راتلونکو دوو اوونیو کې د مداخلې یا نه مداخلې پرېکړه وکړم.»

 اسټرالیا هم اعلان کړی چې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله یې په تهران کې خپل سفارت تړلی او ټول ډیپلوماتان او د هغوی کورنۍ له ایرانه اېستل شوي دي.

 د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره، پني وانګ هم وايي: «د استرالیا حکومت خپلو  ټولو چارواکو او د هغوی کورنیو ته د ایران د پرېښودو امر کړی، او په تهران کې د سفارت فعالیتونه یې ودرولي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې له اسراییلو د امریکا د ملاتړ په دوام، واشنګټن تازه تل‌ابیب ته د پرمختللو پوځي تجهیزاتو یوه بله جوپه لېږلې ده.
امریکایي سرچینو ویلي، دا تجهیزات چې دقیق هدف ویشتونکي مهمات او د توغندیو ضد دفاعي سیسټمونه پکې شامل دي، د اسراییلو د دفاعي وړتیا د پیاوړتیا لپاره لېږل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه