Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا پوځي مداخله؛ منځنی ختیځ د نویو سناریوګانو پر درشل

د ایران او اسراییل جګړه کې د امریکا مستقیم ګډون، منځنی ختیځ له نوو او ناڅاپي پوځي سناریوګانو سره مخ کړی دی.

دا اقدام داسې مهال شوی، چې تر دې وړاندې مسکو او پیونګ‌یانګ واشنګټن ته د دې کار د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی و.

د نړۍوالو اړیکو شنونکی، واحد فقیري په دې اړه طلو‌ع‌نیوز ته وایي:«دا جګړه وسله‌ییزو سیالیو او اټومي وسلو ته د لاس‌رسۍ د هڅو زمینه برابروي. په ډېر احتمال سره به د سیمې هېوادونه وهڅول شي چې ژر تر ژره ځانونه پر مخنیونکو وسلو سمبال کړي. موږ ډېر خطرناک پړاو ته داخل شوي یو.»

د ایران مذهبي مشر او د دغه هېواد ځينې لوړپوړو چارواکو تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، که‌چېرې امریکا د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه کې په مستقیم ډول پوځي مداخله وکړي، نو ایران به په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.

د پوځي چارو کارپوه، صادق شینواري وویل:«شخړې نوي پړاو او نوې څپې ته داخل شوي دي. ډېر احتمال شته چې جګړه پراخه شي او دا به پر سیمې منفي سیاسي او اقتصادي اغېزې ولري او ثبات او امنیت ته به زیان ورسوي.»

د نړۍوالو اړیکو شنونکی، ویس ناصري وایي:«د دې جګړې په پایله کې به نور نه د امریکا پخوانی ځواک پاتې وي او نه به د پخواني شوروي اتحاد. دا جګړه کولی شي چې یا ایران له منځه یوسي او یا یې سخت کمزوری کړي، او همدارنګه به د اسراییل اوسنی حکومت له جدي ننګونو سره مخ کړي.»

د پوځي پایلو تر څنګ، پر اقتصادي اړخ هم بحثونه روان دي، چې په فارس خلیج کې بې‌نظمۍ او احتمال لري چې ایران د هرمز تنګي تړلو ته اقدام وکړي.

د نړۍوال انرژۍ په بازار کې ګډوډي، د ټرانسپورټ زیربناوو ته زیان او د مالي بازارونو د خطرونو زیاتوالی یوازې هغه برخې دي چې کارپوهان وايي کولای شي د نړۍ په کچه د مېلیونونو پر کسانو ژوند اغېزه وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه، سید مسعود وویل طلوع‌نیوز ته وویل:«یوازې د ځینو انرژي سرچینو لکه تېلو په قیمت کې شاوخوا یو سلنه بدلون راغلی او د بورس بازارونو کې هم لږ بدلونونه لیدل کېږي. تر اوسه په عراق، سوریه او ترکیه کې د مستقیمې جګړې نښې نه‌دي لیدل شوي؛ خو وضعیت لا هم کړکېچن او بې ثباته دی.»

د اقتصادي چارو بل کارپوه سیر قریشي څرګنده کړه:«د دې جګړې له مهمو پایلو څخه یو د تېلو او ګازو بیو لوړوالی دی؛ په ځانګړې توګه که د هرمز تنګی وتړل یا وځنډول شي. دغه وضعیت کولای شي نړۍوال انفلاسیون، په سیمه کې اقتصادي بې‌ثباتي او په فارس خلیج، منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د پانګه‌والو باور کمزوری کړي.»

دا تحولات داسې مهال رامنځته شوي، چې پر ایران د امریکا له بریدونو مخکې، که څه هم د شخړو د کمولو او د خبرو اترو بیا پیل کولو لپاره د محدودې لېوالتیا نښې لیدل کېدې؛ خو اوس، د امریکا له مستقیمې پوځي مداخلې سره د ایران او اسراییل په روانه جګړه کې، د منځني ختیځ راتلونکی وضعیت مبهم او ناڅرګند شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه