ایران نن (دوشنبې، د چنګاښ ۲مه) د خپلو توغندویزو بریدونو په یووشتمه څپه کې، په لومړي ځل له «قدر اچ» بالسټیک توغندیو کار اخیستی او د اسراییل لسګونه موخې یې په نښه کړې دي.
د ایران پوځ همداراز اعلان کړی، چې په خرماباد ښار کې یې د اسراییلو یو بېپیلوټه الوتکه را نسکوره کړې ده.
د "وعده صادق ۳" عملیاتو ویاند، ایمان تاجیک، ویلي: «په دې عملیاتو کې په لومړي ځل د څو سرګلولو لرونکو "قدر اچ" بالسټیک توغندیو د نویو او له تمې بهر تاکتیکونو په مرسته کار واخیستل شو، څو بریدونه لا دقیق، ویجاړونکي او اغېزناک وي.»
له بلخوا، اسراییل ویلي، چې نن یې په خپلو بریدونو کې د ایران شپږ هواييډګرونه او یو زندان په نښه کړي دي.
له دې سره هممهاله، د ایران د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې هېواد به یې د امریکا او اسراییلو د بریدونو پر وړاندې پرېکنده غبرګون وښيي.
د ایران دفاع وزیر، امیر حاتمي ویلي:«موږ د بریا لپاره جګړه کوو. موږ شهادت یو ستر نعمت بولو؛ خو دا مهال د بریا لپاره مبارزه کوو.»
د ایران، اسراییل او متحده ایالتونو ترمنځ د ترینګلتیاوو د زیاتېدو په لړ کې، ایران نن سهار (دوشنبه) د خپلو بریدونو په یوویشتمه څپه کې په لومړي ځل د «قدر اچ» بالسټیک توغندیو په کارولو سره د اسرائیلو لسګونه پوځي هدفونه په نښه کړل.
بل پلو، په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د ایران پر اټومي تاسیساتو د متحده ایالتونو وروستي بریدونه د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې ایران به د خپل مشروع دفاعي حق پر بنسټ د دغو بریدونو سخت ځواب ورکړي.
په کابل کې د ایران سفیر رضا بیکدلي:«د ایران اسلامي جمهوریت به، د ځان د مشروع دفاع له حقه په ګټې اخیستنې، د ایران د ولس له ملاتړ، د وسلهوالو ځواکونو له پیاوړي ملاتړ او د اسلامي امت د نېکو دعاوو په ملتيا، په ځمکنۍ بشپړتیا کې د خپلې دندې، د ولس له حقونو دفاع او یرغلګرو ته به سخته سزا ورکړو.»
بل پلو، د روسیې ولسمشر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې چې مسکو ته یې سفر کړی، پر ایران د متحده ایالتونو برید بې دلیله او نه توجیه کېدونکی تعرض وباله.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي:«پر ایران دا یرغل په بشپړه توګه بې دلیله دی او په هېڅ وجه د توجیه وړ نهدی.»
بل خوا، جاپان او اسټرالیا د متحده ایالتونو د بریدونو ملاتړ وکړ او د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره یې د ډیپلوماټیکو لارو چارو غوښتنه وکړه.
د جاپان د دولت ویاند یوشي ماسا هایاشي وايي:«موږ پوهېږو چې دا ځل د متحده ایالتونو غبرګون د دغه هېواد هغه هوډ ښيي، چې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه ونیسي؛ خو له دې سره جوخت په سیمه کې د ترینګلتیا د کمېدو غوښتنه کوو.»
د اسلامي همکاریو سازمان هم په یوه ګډه اعلامیه کې پر ایران، لبنان، سوریې او غزې د اسراییل بریدونه د نړۍوالو قوانینو، د دغو هېوادونو د حاکمیت او امنیت ښکاره سرغړونه وبلله او په کلکه یې وغندل.
په دې اړه مو اندونه