Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټګزاس کې سېلابونو لسګونه تنه مړه کړي او ګڼ نور نادرکه دي

رويټرز راپور ورکړی چې د امریکا په ټګزاس کې د تېزو بارانونو په پایله کې د تېرې ورځې (جمعې) سېلابونو لږ تر لږه ۲۴ تنه مړه کړي دي.
 
سیمه ییزو مسوولینو ویلي، له ۲۳ تر ۲۵ نجونو په ګډون ګڼ کسان نادرکه شوي او د ژغورنې هڅې یې روانې دي.

د ټګزاس والي هم تېر ماښام یوه خبري غونډه کې و ویل، چې د ژغورنې عملیات دوام لري او له ټولو لازمو امکاناتو به کار واخیستل شي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم خبریانو ته ویلي، "موږ به پاملرنه وکړو."

د سیمه ییزو مسوولینو په خبره، دغه سېلابونه په ناڅاپي توګه سهار له لمر ختو سره سم راوتلي چې د تخلیې د امر صادرولو فرصت هم نه و. 

خو د تېرې پنجشنبې پر ورځ د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو خبرداري ورکړل شوي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه