د اسټرالیا نیوسوت ویلز ایالت په بلمورا سیمه کې اورلګېدنې اورلګېدنې ځایې خلکو ته زیانونه اړولي دي.
د بلمورا سیمې اوسېدونکي وايي خپلو سیمو ته له راستانه کېدو وروسته وايي چې کورونه یې په بشپړه توګه سوځېدلي دي او هیڅ ورته نه دي پاتې.
د بلمورا اوسېدونکی، جستین کام داسې وايي:«کله چې اورلګېدنه کورنو ته ورسېده، د خبرداري زنګ روښانه شو، اوس نو وخت وو چې موږ له سیمې ووځو. تاسي هیڅ نشوی کولی، ځکه اورلګېدنه مخکې له مخکې پیل شوې وه.»
د اسټرالیا نیوسوت ویلز ایالت په بلمورا سیمه کې له دریوو میاشتو راهیسې اورلګېدنې روانې دي چې تراوسه یې له پنځو میلیونو زیاته ځمکه سوځولې ده.
اسټرالیايي چارواکي وايي چې اورلګېدنې زرګونه کسان د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ کړي دي.
د راپورنو له مخې په اورلګېدنه کې کابو دوه زره کورونه سوځېدلي دي.
