Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اردوغان: سوریه کې به اوربند ونه کړو

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان د امریکا لخوا د اوربند غوښتو په غبرګون کې وايي چې په سوریه کې به اوربند ونه کړي.

ترکیې د خبرداریو سره سره د سوریې په شمال کې د بیلتون غوښتونکو کردانو پروړاندې پوځي عملیات پیل کړي.

په داسې حال کې چې د  امریکا متحده ایالتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ پر ترکیې د بندیزونو لګولو خبر ورکړ، اردوغان یې په غبرګون کې وايي ترکیه به تر هغې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي چې خپلو موخو ته ورسیږي.

اردوغان ویلي چې د امریکا بندیزونه به ځای ونه نیسي.

هغه څرګنده کړې:«دوی وايي چې اوربند اعلان کړئ، خو موږ به کله هم اوربند اعلان نکړو، دوی پر موږ فشار راوړي چې پوځي عملیات ودروو، دوی اقتصادي بندیزونه لګوي، زموږ موخه روښانه ده.»

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې پر ترکیې به درانه بندیزونه ولګوي او همداراز د فولادو راکړه ورکړه کې به هم تعرفې تر پنځوس سلنې زیاتې شي.

په همدې حال کې نیویارک ټایمیز راپور ورکړی دی چې امریکا په ترکیه کې د خپلو هستوي وسلو د ساتلو په تړاو بیا کتنې په فکر کې ده. اوسمهال امریکا په ترکیه کې پنځوس هستوي بمونه لري.

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان په د روانې میاشتې اکتوبر په لسمه نېټه خپله تویټر پاڼه کې د سوریې په شمال کې د ترکي پوځيانو د عملیاتو له پیله خبر ورکړ.

ترکیه وایي، د سوریې شمال کې کُرد ملیشه ترهګر دي او  د ترکیې امنیت ته ګواښ پېښوي.

شریک یي کړئ