Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اردوغان سوریه کې د پوځي عملیاتو له پیله خبر ورکوي

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان وايي چې د سوریې په خیتځ فرات سینډ څنډه کې به پوځي عملیات پیل کړي.

دی زیاتوي چې دا پوځي عملیات به له هوا او ځمکې ترسره کړي.

د ترکیې ولسمشر وړاندې وايي:«موږ خپل چمتووالی پای ته رسوولی دی. خپل عملیات او جنګي وسایل مو بشپړ کړي دي او اړینې سپارښتنې مو هم کړې دي. اوس یې وخت دی چې د سولې پسرلي لپاره پاکوالی پیل کړو، په دې اړه مو مخکې پرېکړه کړې وه.»

اردوغان همداراز د سوریې په شمال کې د امریکايي او ترکیې ګډون ځواکونو پیره اغېزمنه نه بولي.

هغه همداراز څرګنده کړې ده:«موږ د فرات سیند ختیځ په تړاو ټول خبرداري ورکړي دي. موږ له صبر او حوصلې سره عمل کړی دی. موږ ولیدل چې هوايي او ځمکنۍ پیرې له یوې کیسې پرته بل څه نه وو. زموږ له ملګرو زموږ پوښتنه روښانه ده. آیا تاسې  کردستان د کارګرو ګوند د ترهګرو بنسټ بولی که نه؟»

دا په داسې حال کې ده چې دواړو هېوادونو درې ځله د سوریې په شمالي سیمو کې خپلې پېرې ترسره کړې دي.

اردوغان د سوریې په شمال کې د امریکايي او ترکیې ګډون ځواکونو پیره اغېزمنه نه بولي.

شریک یي کړئ