Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اردوغان واشګټن کې له ټرمپ سره د سوریې پر موضوع خبرې کړې

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان امریکا متحده ایالاتو ته تللی او له خپل امریکايي سیال، ډونالډ ټرمپ سره د سوریې په تړاو یې خبرې کړې دي.

دا د سوریې په شمال کې د ترکیې د پوځي عملیاتو له پیله، لومړی سفر دی چې امریکا ته یې کوي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له اردوغان سره خپله لیدنه ښه ښودلې او زیاته کړې ده:«موږ له سوري کردانو سره ښې اړیکې درلودې. موږ له دوی سره د داعش پر وړاندې په بریالي توګه وجنګېدو. اوس هم له دوی سره یوو او ورسره ولاړ یوو. فکر کوم چې ولسمشر اردوغان له کردانو سره ستونزه درلوده، خو فکر کوم چې ولسمشر اردوغان له کردانو سره ښې اړیکې لري ځکه چې په ترکیه کې لا هم ډېر کردان ژوند کوي.»

په همدې حال کې اردوغان هم ویلي چې په ترکیه کې له مېشتو کردانو سره ستونزه نلري او د ترکیې یوازېنۍ ستونزه ترهګرې ډلې دي.

هغه زیاته کړې:«فکر کوم چې د دوو  موضوعاتو ترمنځ باید توپیر ووسي. موږ له کردانو سره کومه ستونزه نلرو. موږ له ترهګرو ډلو سره ستونزه لرو.»

د ترکیې او امریکا ولسمشرانو د ترکیې لخوا له روسیې د "اس ۴۰۰" دفاعي ډال د اخیستو په تړاو هم خبرې کړې دي.

امریکا د دغو وسلو د اخیستو خلاف ده. واشنګټن وايي چې د دغو وسلو اخستل د ناټو هوکړې خلاف او د امریکا "اف ۳۵" الوتکو پر وړاندې ګواښ دی.

شریک یي کړئ