Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اعتراض‎کوونکو بصرې ښار کې د ایران کنسلګرۍ ته اور واچاوه

د عراق په بصرې ښار کې یو شمېر قهرېدلي اعتراضکوونکو د ایران کنسلګرۍ او یو شمېر دولتي بنسټونو ته اور اچولی دی.

دا اعتراض کوونکي پر عراق د ایران پر نفوذ ، د ژوند حال خرابېدو او د کار پر نشتوالي نیوکې لري.

ایران د اعتراض کوونکو دا کار غندلی دی.

په داسې حال کې چې د عراق حکومت د ملکي کسانو د ژوند پر خوندیتوب ټینګار کوي، خو په اعتراضونو یو اعتراض کوونکی وژل شوی او یو شمېر ټپیان دي.

د عراق لومړي وزیر، پوځي سلاکار،خالدالخز علي ویلي دي:«پر اعتراض کوونکو به ډزې نه کيږي او موږ داسې حالاتو ته اړینې تابیاوې نیسو، ځکه چې د اعتراض کوونکو ژوند ارزښت لري.»

په همدې حال کې د بصرې اعتراض کوونکو سره د بغداد اوسېدونکي هم همغږي شوي دي او د دوی ملاتړ په موخه سرکونو ته راوتلي دي.

اعتراض کوونکې، احلام العبیدي څرګندوي:«د خلکو پاڅون دوام لري. موږ له نړیوالې محکمې او ملګرو ملتونو غوښتنه کوو چې فاسد کسان مجازات کړي. موږ د دوی تېښته نشو منلی او دوی باید حساب ورکړي.»

د عراقیان له میاشتو راهیسې د ژوند حالات خرابوالي، د نا امنیو او کارنشتوالي شکایت لري.

په دې پېښه کې د ایران کنسلګرۍ کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی، هغوی مخکې دفترونو ته د اور اچوولو وتلي وو

شریک یي کړئ