Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اعتراض کوونکو د عراق نجف ښار کې د ایران کنسلګرۍ ته اور واچوو

په عراق کې د حکومت ضد اعتراضونو په دوام سره یو شمېر قهرېدلو اعتراض کوونکو چهارشنبې(د لیندۍ په ۶مه نېټه) د دغه هېواد په نجف ښار کې د ایران کنسلګرۍ ته اور واچوو.

 دعراق امنیتي ځواکونه وايي چې د کنسلګرۍ کارکوونکي له بریده مخکې له دغه ځایه د باندې ویستل شوي وو.

نجف ښار د عراق په سویل کې پروت دی او په دغه ښار کې د عراق کنسلګري تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې وه.

په عراق کې د حکومت ضد اعتراضونه له کابو یوې نیمې میاشتې راهیسې دوام لري او اعتراض کوونکي په دغه هېواد کې د تازه حکومت د رامنځته کېدو غوښټنه کوي.

اعتراض کوونکې، عالیه چط ۲۳ کاله عمر لري وايي:«اصلاحات یوازې په خبرو کې دي، موږ عمل غواړو او موږ ۱۶ کاله په ژمنو کولو کې تېر کړي دي.»

د راپورنو له مخه د یوې نېمې میاشتې راهیسې د اعتراضونو پرمهال کابو ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ