د افریقا لوېدیځ "بورکینه فاسو" کې پر یوه جومات وسله وال برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
دا پېښه په ځایي وخت د جمعې ورځې پر ماښام (د تلې په ۱۹مه نېټه) د سالموسي کلي کې هغه مهال شوې چې خلک جومات کې په لمانځه ولاړ ول.
د دې پېښې مسوولیت لا کومې ډلې نه دی منلی، خو وروستیو کلونو کې د افریقا لوېدیځ بورکینه فاسو کې د کلیساوو په شمول مذهبي باندې بریدونه شوي.
د افریقا لوېدیځ بورکینه فاسو او نورو هېوادونو کې د القاعدې او داعش په څېر ډلو پلویان فعال دي.