Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوېلي چین اوبو ته د امریکايي پوځي بیړۍ ورتګ او د چین ګواښ

تېره ورځ، د امریکې یوه جنګي بیړۍ د سوېلي چین د سیند د یوې ټاپو له څنګه تېره شوه؛ خو چیني ځواکونو دغې بېړۍ ته ګواښ وکړ چې دا سیمه پرېږدي.

اوس د چین د دفاع وزارت، پر دغې پېښې نیوکه کوي او وايي چې دا کار ښې پایلې نه لري او خوځښتي کار بولي.

د چین د دفاع وزارت همدارنګه ګواښ کوي چې دا کارونه کولای شي د دواړو هېوادونو ځواکونه سره ښکېل کړي.

د چین د دفاع وزارت ویاند رن ګوچیانګ په دې اړه وویل:«چین، د سوېلي چین سیند پر ټاپوګانو او پر خپله دغه سیند له منازعې او شخړې پرته د مالکیت حق لري. امریکا له اجازې پرته دغه سیند ته د پوځي بیړۍ په استولو سره، د چین امنیت او واکمنۍ ته زیان رسولی، نړیوال قوانین یې تر پښو لاندې کړي او نړیواله سوله یې له ګواښ سره مخ کړې. د متحده ایالاتو دا کار، د دواړو هېوادونو د پوځيانو اړیکو ته زیان رسوي او کولای شي چې د دواړو هېوادونو هوايي او سمندري ځواکونه سره ښکېل کړي. دا کار د سیاسي او پوځي پلوه ډېر پارونکی دی.»

د چین دفاع وزات وايي چې امریکا له دې کار سره به د چین ځواکونه ځواکونه لا پیاوړي شي:«موږ له امریکې غواړو چې د چین له امنیت او واکمنۍ همدارنګه د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د سیمه‎ییزو هېوادونو هوډ ته درناوی وکړي او د شخړو له رامنځته کېدو څخه دې ډډه وکړي. د امریکا د متحده ایالاتو دا کار، د چین پوځ دې ته اړ باسي چې په سیمه کې خپل دریځ لا ټینګ کړي ترڅو په سیمه کې سوله او ثبات خوندي کړي.»

چین د سوېلي چین د سیند ټولې ټاپوګانې خپل مالکیت بولي؛ که‎چه هم د امریکا متحده ایات د فلېپين، برونیي او مالیزیا په ګډون د هغو هېوادونو له غوښتنې چې ګواکې د دغه سیند ځينې برخې د هغوی مالکیت دی ملاتړ کوي.

د امریکې دا بیړۍ تېره ورځ د سوېلي چین سیند اوبو ته ننوته؛ خو د چین د دوو سمندري بیړیو له ګواښلو وروسته سیمه یې پرېښوده.

د چین د دفاع وزارت، پر دغې پېښې نیوکه کوي او وايي چې دا کار ښې پایلې نه لري او دا خوځښتي او پارونکی کار بولي.

شریک یي کړئ