Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکايي چارواکي: پر عربستان برید له ایرانه شوی

یو شمېر امریکايي چارواکي وايي په سعودي عربستان کې د تیلو پر تاسیساتو برید له ایرانه ترسره شوی دی.

دغو چارواکو امریکايي رسنۍ "سي بي اس" ته ویلي چې یوې کره سرچینې موندلې چې د تيلو پر تاسیساتو شنبې(د وږي میاشتې په ۲۳مه نېټه) برید د ایران له سویلې شوی دی.

دغه رسنیو راپور ورکړی چې کابو شل توغندي او یو شمېر بې پيلوټه الوتکو د ایران له خاورې په سعودي عربستان کې د بقیق" او "خریص د تېلو پر تاسیساتو برید کړی.

په همدې حال کې ایران په دغو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي او دا تورونه دروغ بولي.

له بریدونو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، ایران د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو پر برید تورن کړ.

د سعودي عربستان په ختیځ کې د بقیق" او "خریص د تېلو پر تاسیساتو د شنبې ورځې بریدونو په دغه هېواد کې د تېلو تولید تر پنځه مېلیونه او اوه سوه زره بېرلو پورې کم کړی دی.

د یمن حوثي اورپکو د دغو بریدونو مسوولیت پرغاړه اخیستې چې د عربستان د خاوري د منځ په اته سوه کیلومټرۍ کې شوي دي.

په همدې حال کې ایران په دغو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي او دا تورونه دروغ بولي

شریک یي کړئ