Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا په ۲۸ چیني سازمانونو او شرکتونه بندیزونه لګولي

د امریکا متحده ایالاتونو د خزانې وزارت وایي، پر هغو بنسټونو چې بندیزونه لګېدلي د اویغور مسلمانانو په ځپلو، نیولو او د همدې مسلمانانو د معلوماتو په ډاګه کولو کې لاس درلود.

یو شمېر شرکتونه چې بندیزونه پرې لګول شوي دي، د ټکنالوژۍ په برخه کې فعالیت کوي. ویل کېږي چې یاد شرکتونه د پلټنې وسایل تولیدول‎.

د امریکا له بندیزنو سره له یاد شمېر چیني شرکتونو او بنسټونو سره امریکايي شرکتونه او خلک د راکړې ورکړې اجازه له لاسه ورکوي او نشي کولی ورسره خپلې معاملې وساتي.

پر چین تور دی چې ایغور مسلمانان یې ځپلي دي. خو چین هغه راپورونه رد کړي چې ګنې د دغه هېواد سنکیانګ ایالت کې یې له دوو میلیونو زیات اویغور مسلمانان نیولي یا ځپلي.

د بشري حقونو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، چین په تېرو څو میاشتو کې زرګونه ته اویغور مسلمانان زورولي او پنډغالو ته یې استولي دي.

په همدې حال کې چین ادعا کوي چې یاد پنډغالي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د روزنې مرکزونه دي.

د بشري حقونو ډلې وايي چې چین کابو یو میلیون اویغور او نور مسلمانان په بند او پنډغالو کې ساتي.

چین تر اوسه د امریکا دې پرېکړه ته غبرګون نه دی ښودلی.

پر چین تور دی چې ایغور مسلمانان یې ځپلي دي. خو چین هغه راپورونه رد کړي

شریک یي کړئ