د امریکا متحده ایالاتو د ناروغیو مخنیوي او مدیریت مرکز د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر نېږدې ۹۰ زرو کسانو ته رسېدلی دی.
یوازې تېره ورځ امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس ۱۳۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
اوس مهال امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۶۷ زرو کسانو ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې فرانسته کې هم تېره ورځ د کرونا ویروس له کبله ۴۸۳ تنه مړه شوي دي د ټولو مړو کسانو شمېر ۲۸ زره ۱۰۸ تنوته رسېدلی دی.
سره له دې دغه هېواد کې ګرځبندیزونه د لیري کېدو په حال کې دي.
فرانسه کې د اخته کسانو شمېر هم له ۱۷۹ زرو زیات شوی دی.
نړۍ کې د کووید نوولس ناروغۍ له کبله ۳۱۵ زره کسان مړه شوي او له ۴ میلیونو ډېر پرې اخته دي.