Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا کې د کورونا د قربانیانو شمېر له ۲۰ زرو واوښت

په امریکا کې د کووېډ نولس ناروغۍ له امله څه باندې ۲۰ زره او ۵۰۰ تنه مړه شوي دي.

امریکا دم ګړۍ په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې د کووېډ نولس ناروغۍ د قربانیانو تر ټولو لوړ شمېر لري.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا کې په دغې ناورغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳۳ زره تنو ته رسېدلی دی.

په امریکا کې په کورونا ویروس ډېری قربانیان او پرې اخته کسان په نیویارک ښار کې دي. خو په دغه هېواد کې د کووېډ نولس څه باندې ۳۰ زره ناروغان تر درملنې وروسته جوړ شوي دي.

ایټالیا دویم هېواد دی چې د کورونا ویروس له امله د قربانیانو لوړ شمېر لري. په دغه هېواد کې ۱۹ زره او ۴۶۸ تنه د کووېډنولس ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

په همدې ترتیب اسپانیا د ۱۶ زره او ۳۵۳ قربانیانو په لرلو سره په درېیم ځای کې دی.

د امریکا متحده ایالات په یوې ورځ کې د دوه زره قربانیانو په لرلو سره، په نړۍ کې د یوې ورځ په لړ کې د قربانیانو د لوړ شمېر لرونکی دی. د امریکا د روغتیا برخې چارواکي وايي چې شونې ده د سږکال تر اوړي په امریکا کې څه باندې ۲۰۰ زره تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې یو اعشاریه شپږ مېلیونه تنه په ټوله نړۍ کې په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي او څه باندې ۱۰۶زره تنه مړه شوي دي.  

امریکا په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې د کووېډ نولس ناروغۍ د قربانیانو تر ټولو لوړ شمېر لري.

شریک یي کړئ