Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا کې د کوویډ۱۹ مثبتو پېښو شمېر له ۳میلیونو واوښت

امریکا متحده ایالاتو کې  کرونا ویروس د مخنیوي او مدیریت مرکز تازه راپور ښیې چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳ میلیونه، ۱۷۳ زره او ۲۱۲ ته رسېدلی دی.

د یاد مرکز د راپور له مخې یوازې تېره شپه ورځ کې ۸۱۱ تنه د کوویډ ۱۹ ناروغۍ له کبله امریکا کې مړه شوي دي. تازه ثبت شویو شمېرو سره امریکا کې د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۳۳زرو واوښت.

همداراز برازیل هم تېره ورځ شنبې دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د ۱۰۷۱ تنو له مړه کېدو خبر ورکړ. تر اوسه دغه هېواد کې کرونا ویروس له ۷۱ زرو ډېر کسان مړه کړي دي.

برازیل له امریکا وروسته نړۍ کې دوهم هېواد دی چې په کې ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

برازیل کې تر اوسه له دوو میلیونو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

مکسیکو کې هم تېره شپه ورځ کې له شپږو زرو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې او له دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۳۰۰ زرو واوښت.

امریکا متحده ایالاتو کې د کویډ۱۹ ناروغۍ له کبله د قربانیانو شمېر له ۱۳۳ زرو اوښتی دی

شریک یي کړئ