Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا کې د کوویډ۱۹ ناروغانو شمېر له ۱۴۰ زرو واوښت

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر له ۱۴۰ زرو اوښتی دی.

د راپور له مخې چې نن(یکشنبې د چنګاښ په ۲۹مه نېټه) خپور شوی په کې راغلي دي، هره اوونۍ امریکا کې د کرونا ویروس کابو ۵ زره مثبتې پېښې ثبتیږي.

امریکا اوس مهال د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له پلوه نړۍ کې تر ټولو بد هېواد دی.

د یاد هېواد ګاونډي کاناډا کې د یاد ویروس له کبله ۸۸۰۰ تنه  مړه شوي دي.

د امریکا په ۵۰ ایالاتونو کې د کرونا ویروس خپور شوی دی، په داسې حال کې چې مخکې له دې یوازې له ۴۳ ایالاتونو د کرونا د مثبتو پېښو راپور ورکول کېده.

یوازې تېره اوونۍ امریکا کې د ۵۶۰۰ کسانو له مړینې خبر ورکړل شو. په داسې حال کې چې سویدن کې د کرونا ویروس د خپرېدو راهیسې په دې اندازه کسان مړه شوي دي.

اوس مهال نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۱۴ میلیونو او ۲۸۸ زرو اوښتی دی او همداراز له ۶۰۲ زرو ډېر مړه شوي دي.

امریکا متحده ایالاتو کې یوازې وروستۍ اوونۍ کې کابو ۵ زره کسان د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي

شریک یي کړئ