امریکا متحده ایالاتو کې د توکم پالانې پر ضد اعتراضونو پر شپږمې ورځې هم دوام وکړ.
دغه هېواد کې وروسته له هغې اعتراضونه پیل شول چې یو تورپوستۍ کس د پولیسو لخوا په داسې حال کې ووژل شول ورته یې پر غاړه ګونډه ايښې وه.
دغه اعتراضونه اوسمهال له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي او اعتراض کوونکو سپينې ماڼۍ ته نېږدې اور بل کړی او سرکونو کې یې بلواوې کړې دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د وژل شوي تورپوستي ویډیو ښیې چې وايي«ساه نشم اخیستی» خو پولیس لا هم ورباندې ګونډه ایښې.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې تېرو شپږو ورځو اعتراضونو کې کابو پنځه تنه وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ کیڼ اړخه د توکم پالنې ضد ډله اعتراضونو او تاوتریخوالیو ته پر لمن وهلو تورنوي.
ټرمپ ويلي چې یاده ډله به ترهګریزه اعلان کړي.