Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا کې ټاکنیزې ناندرې

په امریکا متحده ایالاتو کې د جمهوریت‎پال ګوند د راټولېدنې غونډه کې د دغه هېواد د ولسمشر ډانلډ ټرمپ مرستیال، مایک پنس خپله وینا کې ترمپ لا هم د دغه هېواد لپاره ښه غوراوی بولي.

هغه زیاته کړه چې ټرمپ د نیوکو پر وړاندې له مبارزې نه په شا کیږي.

مایک پنس همداراز زیاته کړې:«‎ما له نېږدې له خپل ولسمشر سره کار کړی دی. امریکاییان د ولسمشر ټرمپ په اړه بیلابیل لیدلوري لري. هغه امریکا د هغه څه لپاره چې دی؛ ګوري، دغه ملت په نړۍ کې د هر بل ملت پر تله په خیر ښګېڼې سره عمل کړی دی. که چېرې تاسې غواړئ ولسمشر مو زموږ د میراثونو د سپکاوي پر وړاندې چوپتیا غوره کړي؛ نو ټرمپ د تاسو لپاره ښه انتخاب نه دی.»

مایک پنس، جوبایډن د امریکا په څېر د یوه هېواد لپاره د ولسمشرۍ وړ نه بولي.

دی څرګندوي:«‎د ایران لوړ پوړي جنرالان نور به هېڅکله هم امریکاییانو ته زیان ونه رسوي؛ ځکه قاسم سلیماني لمنځه تللی دی. زما امریکايي هېوادوالو چې تاسو د پوهېدو وړ یاست؛ نو پوه شئ چې، جوبایډن د ولسمشر ټرمپ پر هغې پرېکړې چې، نړۍ د ترهګرو له دوو رهبرانو یانې بن لادن او سلیماني خوندي کېدل وو؛ نیوکه کړې ده.»

مایک پنس همداراز په امریکا کې د توکم پالنې په اړه د ځینو پولیسو د کړنو په غبرګون کې د روانو تاوتریخوالو د درېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي پنس د امریکا د نومبر میاشتې په ټاکنو کې د ډانلډ ټرمپ د دویم ځل مرستیالۍ لپاره خپله نوماندي تایید کړه.
 
شریک یي کړئ