Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا یو ایراني جنرال تحریم کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت شنبې(د مرغومې په ۲۸مه نېټه) د اعلامیې په خپرولو سره د سپاه پاسدارانو پر یوه جنرال چې ایران کې د لاریونونو په ځپلو کې په لاس لرلو تورن شوی، بندیز لګولی دی.

د رویټرز خبري آژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی دی چې د ایران د خوزستان سپاه قومندان، حسین شاهوارپور نشي کولی امریکا ته سفر وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې شاهوارپور ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې کې د لاریونونو پرمهال د ۱۴۸ کسانو د وژلو څارونکی وو.

ایران کې وروسته له دې لاریونونه پیل شول چې په دغه هېواد کې د تیلو بیله لوړه شوه او دغه لاریونونه د ایراني پوځيانو لخوا وځپل شول.

د رویټرز د راپور له مخې ایران کې د نومبر میاشتې په ۱۵مه نېټه د نا ارامیو وروسته کابو دوو اوونیو په موده کې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي. دغه شمېر چې د ایران د کورنیو چارو وزارت د دریوو چارواکو ترلاسه شوي دي، ښیې چې په وژل شویو کې ۱۷ تنکي ځوانان او کابو ۴۰۰تنه ښځې شاملې دي.

امریکا یو ایراني جنرال تحریم کړ

د تهران او واشنګټن ترمنځ هغه مهال ستونزې زیاتې شوې چې امریکا په عراق کې د ایران د سپاه پاسدارانو د قدس څانګې مشر، قاسم سلیماني وواژه

شریک یي کړئ