Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکې له سوریې د خپلو ځواکونو د اېستلو بهیر پیل کړی

امریکا وايي چې له سوریې د خپلو ځينو تجهیزاتو له ویستو سره له دغه هېواد د خپلو سرتېرو د ایستو بهیر یې پیل کړی دی.

د امریکې د دفاع وزارت یوه چارواکي، د دې خبر پخلی کوي، خو د دغو تجهیزاتو د ډول او هغه برخې چې دغه تجهیزات له هغه ځایه بهر کېږي څه نه دي ویلي.

که‎څه هم له سوریې د امریکايي سرتېرو وتو د یو شمېر هېوادونو نیوکې راڅرګندې کړې، خو دغه راز دغه کار د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټیس استعفا هم له ځان سره لرله.

خو اوس داسې څرګندېږي، چې ټرمپ له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ژر وتو پرېکړې څخه په شا شوی او په تدریجي توګه د ځواکونو د وتو لپاره یې بل زماني مهالوېش په نظر کې نیولی دی. 

بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له مصري چارواکو سره په لیدنه کې اعلان وکړ چې له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو وتل د داعش پر وړاندې د جګړې د پای په مانا نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په دې اړه وویل:«د اسلامي بنسټپالو ترهګرو له لوري ګواښ یو واقعیت دی. له داعش سره جګړه دوام لري او موږ په څو سیمو کې له هغوی سره جنګېږو. د داعش ډلې د رشد او مخنیوي لپاره زموږ ژمنه یو واقعیت ده. دا ډېره مهمه ده او موږ هغې ته دوام ورکوو.»

په همدې حال کې ترکیه وايي، له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو وتل به پر کردانو د ترکیې پر عملیاتو هېڅ اغېزه ونه لري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو څرګنده کړه:«د سوري کردانو په وړاندې زموږ پوځي عملیات له سوریې د امریکايي ځواکونو پر وتلو پورې هېڅ تړاو نه لري. زموږ ولسمشر د امریکا له پرېکړې مخکې ویلي، چې موږ دغه عملیات د فرات ختیځ کې پیلوو.»

دا په داسې حال کې ده، چې اوس د سوریې په کردي سیمو کې د کرد ځواکونو پر ځای د روسیې ځواکونه ځای پرځای شوي دي.

شریک یي کړئ