د اندونیزیا په درېیو کلیساو کې د بریدونو په پایله کې ۹ کسان وژل شوي او کابو ۴۰ تنه نور ټپیان دي. د اندونیزیا پولیس وايي چې د دې هېواد دوهم لوی ښار «سورابایا» کې نن سهار پر له پسې چاودنې شوې دي.
پولیسو زیاته کړې ده چې چاودنې د ځانمرګو بریدګرو لخوا شوي، او ښايي چې مرګ ژوبله لا هم زیاته شي.
خپاره شوي انځورونه ښیې چې له یوې کلیسا لوګي پورته کېږي او په کې اور لګېدلی دی.
رسنیو راپور ورکړی، لومړی چاودنه په داسې حال کې شوې ده چې یوه ښځه له خپل ماشوم او یوه ځوان سره کلیسا ته د ننه شول او د پلټنو په حال کې وو.
د بریدونو مسوؤلیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
له بریدونو وروسته پولیسو ویلي دي چې د یکشنبې پر ورځ دې هېواد کې باید ټولې کلیساوې تعطیل شي او ښار کې د خوړو لوی جشن هم لغو شوی دی.
دا بریدونه یوازې څو ورځې وروسته د اندونیزیا په یوه زندان کې د داعش ډلې برمتهنېونې کېږي.
اندونیزیا د القاعدې ډلې ځپلو کې لویې لاسته راوړنې درلودې، خو په دې هېواد کې اوس مهال داعش ډلې غړي مخ په زیاتېدو دي.