اوکراییني چارواکي چهارشنبې (د مرغومې په ۱۸مه نېټه) ویلي چې اوکراییني هوايي شرکتونو د ایران په فضا کې خپلې الوتنې ځنډولې دي.
دا ګام د یران پلازمېنې ته څېرمه د اوکرایین مسافروړونکې بوئینګ ۷۳۷ الوتکه له نسکورېدو وروسته پورته کېږي.
د الوتکې نسکورېدو پېښه کې ۱۷۹ تنه ووژل شول.
د اوکرایین لومړي وزیر، اولکسي هوچاووک په دې اړه ویلي دي:«موږ پرېکړه وکړه چې د اوکرایین الوتکې د ایران په فضا کې الوتنې ونه کړي.»
تهران کې د اوکرایین سفارت د الوتکې له نسکورېدو وروسته د پېښې لامل تخنیکي ستونزه وبلله، خو له هغې لږ وروسته یې بیا په بیانیه کې وویل، چې د الوتکې د نسکورېدو پېښې څېړلو لپاره کمېسیون ټاکل شوی او تر هغې یې څېړنې یې پایته ونه رسیږي، نور راپورونه باوري نه دي.