د ایتالیا روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې تېره ورځ جمعه (د غويي په ۱۹مه نېټه) خپرې کړې دي، ښیې چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر له ۳۰ زرو واوښت.
ایتالیا له امریکا او بریټانیا وروسته دریم هېواد دی چې په نړۍ کې یې د کرونا ویروس له کبله د قربانیانو شمېر زیات دی.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې ایټالیا کې د کرونا ویروس له کبله ۳۰زره او ۲۰۱ تنه مړه شوي دي او ۲۱۷ زره نور پرې اخته دي.
امریکا چې نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو سره سر کې ده تر اوسه په کې ۷۷ زره مړه شوي او ۲۱۲ زره نور پرې اخته دي.
دا په داسې حال کې ده چې نړۍ کې د کرونا ویروس د ۲۷۴ زرو کسانو ژوند اخیستی او نېږدې څلورو میلیونه نور پرې اخته دي.
د یادونې ده چې نړي کې د اخته کسانو له ډلې تر اوسه ۳۲۲ زره هم روغ شوي دي.