د ایران د هستوي بنسټ رییس، علي اکبر صالحي د هستوي فعالیتونو له زیاتوالي خبر ورکوی.
هغه وايي چې په "اراک" کې یې د درنو اوبو راکتورونه فعال کړي دي.
که څه هم د ایران دغه فعالت د تهران او لویدیځ ترمنځ د هوکړې خلاف دی، داسې اټکل کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ به اړیکې لا خړې کړي.
د ایران د هستوي بنسټ رییس زیاتوي چې ایران به د هستوي هوکړې په تړاو له کوم هېواد سره خبرې ونه کړي.
په همدې حال کې ایراني چارواکي پر اروپا د هوکړې په تړاو له ناتوانیو نیوکې کوي.
دوی وايي چې اروپا نه ده توانېدلې له ایران سره د مالي راکړې ورکړې اسانتیا لپاره د یوه ځانګړي کانال رامنځته کولو کې چې ژمنه یې کړې وه، پاتې راغلې ده.
وروسته له دې چې امریکا له لویدیځ سره د ایران له هستوي هوکړې ووتله، تهران خپل هستوي فعالیتونه له سره پیل کړل او ورو ورو یې دغې هوکړې ته خپله ژمنتیا راکمه کړه.
ټاکل شوې ده چې د ایران په اراک ښار کې هستوي راکتور راتلونکي زیږدیز کال کې ازمایښتې پړاو ته دننه شي.