Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران: د راتلوونکي کال بودیجه به د امریکا بندیزونه جبران کړي

د ایران ولسمشر حسن روحاني د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۷مه) وویل چې دغه هېواد به د راتلوونکي کال بودیجه کې د دغه هېواد پر تېلو به ډېر ټينګار ونه کړي او همدارنګه دغه بودیجه به د امریکا لګېدلي بندیزونه جبران کړي.

له دې وروسته کله چې امریکا د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د ایران له اټومي هوکړې بهر شو او پر دغه هېواد یې اقتصادي بندیزونه ولګول، اوس ایران له اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.

ښاغلي روحاني د ایران د پرانیستې پر مهال وویل:«دغه بودیجه نړیوالو ته دا پيغام رسوي چې د امریکا د بندیزونو سربېره موږ کولای شو چې خپل هېواد اداره کړو.»

هغه زیاته کړه چې دغه بودیجه پر ایران وارد شوي فشارونه به جبران کړي.

د تسنیم نیمه دولتي اژانس ویلي چې د دغې بودیجې پر بنسټ ایران خپل ځينې دولتي ملکیتونه پلوري او همدارنګه مالیه هم لوړوي.

خو تراوسه مالومه نه ده چې ایا د ایران دا اقدامات به د دغه هېواد پر تېلو لګېدلي بندیزونه جبران کړي که نه.

روحاني زیاته کړې چې ایران به د روسیې له پنځه مېلیارد ډالري پورونو څخه برخه من شي او په ډې اړه بحث وروستی شوی دی.
 
هغه زیاته کړه چې اسراییل به همدارنګه ناهیلي شي، ځکه چې د هغوی موخه دا وه څو ایران د امریکا له بندیزونو سره کمزوری شي.

د ایران ولسمشر وویل چې دغه بودیجه به د دغه هېواد وګړو ته د درملو او خوراکي توکو په برابرولو کې چې د لومړنیو توکو له کموالي سره مخ دي ګټوره به وي.

د ایران مالي کال د مارچ په ۲۰مه پيلېږي او د راتلوونکي کال لپاره ۴۰ مېلیارد ډالره بودیجه په پام کې نیول شوې ده چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی موندلی. دا زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته کېږي چې ایران ۴۰ سلنه د پیسو له پړسوبه کړېږي.

د ایران کړکېچن وضعیت د دغه هېواد له لاریون والو په څرګنده درکېدای شي چې د دولتي ځواکونو له خوا ځپل شوي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې په دغو لاریونونو کې ۲۰۰ تنه وژل شوي خو ایران تراوسه په دې اړه رسنیو ته جزییات نه دي ورکړي. 
 
شریک یي کړئ