ایراني چارواکي وايي چې د دغه هېواد ځواکونو د هرمز په تړانګه کې د برېټانیې یوه بله نفت وړونکې بېړۍ ایسار کړه.
د دغو چارواکو په وینا، دغه بېړۍ د مخالف مسیر د تېرېدو، د چاپېریال ککړتیا او د ایراني ځواکونو ګواښونو ته د نه پاملرنې له امله، نیول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې، برېټانیا د ایران یوه نفت وړونکې بېړۍ د جلالطارق په اوبو کې نیولې وه - چې دې کار د تهران غوسه راوپاروله.
ایراني چارواکو ګواښ کړی وو چې د برېټانیې دا کړنه به بې ځوابه پاتې نهشي.
په ورته وخت کې انګلستان هم ویلي چې د ایران له خوا د دوی د بېړۍ نیول د منلو وړ نه دي. دغه هېواد له ایران څخه غوښتي چې ژر تر ژره دغه بېړۍ ازاده کړي.
کهڅه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې زیاتې شوي خو برېټانیا وايي چې له ایران سره د پوځي جګړې غوښتونکې نه ده.
له دې مخکې ایران هم د برېټانیا یوه بېړۍ توقیف کړې وه؛ خو اوس ویل کېږي چې دا بېړۍ ازاده شوې ده.