Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران له امریکې سره خبرې اترې ردوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې دغه هېواد له امریکې سره خبرو ته لېوالتیا نه‎لري؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځنګړيټوب لپاره، هڅې باید د ایران اټومي هوکړه‎لیک ته د امریکا راستنېدو ته متمرکزې وي.

بلخوا د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر د دغې هوکړ پر ساتلو ټينګار کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف خپل اروپايي سفرونه پیل کړي دي، له امریکې سره د ایران د اټومي پروګرامونو په اړه خبرې اترې رد کړې دي.

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځکړیتوب لپاره هم شرایط لري.

ښاغلي ظریف په دې اړه وویل:«موږ ښې هوکړې ته رسېدلي یوو او امریکا له دغې هوکړې ووته؛ نو منځکړیتوب باید د هغو مذاکراتو مېز ته د هغوی د راستنېدو د څرنګوالي په اړه وي چې هغه یې پرېښی و، او د دې په اړه وي چې خپلې ژمنې څه ډول بېرته له سره پیل کړي، په دې اړه وي چې څه ډول د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا پرېکړه‎لیک ته چې له هغې ملاتړ کړی و بېرته ستنه شي.»

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر وايي چې اروپايي هېوادونه، په ځانګړې توګه المان، فرانسه او برېټانیا هڅه کوي چې د امریکا د بندیزونو سربېره، د ایران اټومي هوکړه‎لیک وساتل شي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پيکا هاویسټو وویل:«موږ همدارنګه هڅه کوو چې نورو مالي تګلارو ته لکه اینسټکس ته وګوروو. فنلنډ دا تګلاره مثبته ګڼي. تراوسه مو پرېکړه نه ده کړې؛ خو د اینسټکس تګلارې سره د یوځای کېدو امکان څېړو.»

د امریکا متحده ایالات وايي د اقتصادي او ډيپلوماټیکو فشارونو په راوړلو سره، غواړي چې ایران د اټومي پروګرامونو پای، له سوریې وتل او له ترهګرۍ د ملاتړۍ پای په ګډون د امریکا د غوښتنو منلو ته اړ کړي؛ خو تهران ټینګار کوي چې د واشنګټن د فشارونو په وړاندې به مقاومت وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه