Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران کې د امنیتي مامورینو لخوا د اعتراض کوونکو وهل ټکول

له  ایرانه تازه خپاره شوي انځورونه ښیې چې امنیتي مامورین له شخصي کالیو سره اعتراض کوونکي وهي او له ځانه سره یې بیايي.

د ایران په شېراز ښار کې د استوشیټډ پرس خبریال لخوا اخیستل شوې ویډیو ښیې چې امنیتي مامورین د اعتراض کوونکو د خواره کېدو لپاره ډزې کوي.

همداراز کرمان ښار کې هم لیدل کېږي چې امنیتي کسان پر موټرسایکلونو سپاره دي او اعتراض کوونکي تعقیبوي.

سره له دې چې د ایران حکومت د اعتراض کوونکو په ځپلو او وژلو تورن دی، په دې وروستیو کې د دغه هېواد د سپاه پاسدارانو مرستیال، علي فدوي ویلي چې د اعتراض کوونکو په منځ کې یو شمېر کسانو وو او پر اعتراض کوونکو یې له نېږدې دزې کړې دي.

علي فدوي همداراز امریکا په ایران کې د بدوغوښتونکو کارونو په ملاتړ تورنوي او وايي چې امریکا د انټرنټ په کاروونې سره غواړی چې ایران کې خپل کرغېړن کارونه مخې ته یووسي.

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال بنسټ هم د اعتراضونو له پیله د ۱۱۵ اعتراض کوونکو له وژل کېدو خبر ورکوي، خو وايي چې دا شمېر کره نه دی.  ایران کې د تیلو بیوو زیاتوالي په غبرګون کې خلکو اعتراضونه پیل کړل.

په همدې حال کې ایران د بخښنې نړیوال بنسټ لخوا د وژل شویو په تړاو شمېرې سمې نه بولي.
 
د بخښنې نړیوال بنسټ هم د اعتراضونو له پیله د ۱۱۵ اعتراض کوونکو له وژل کېدو خبر ورکوي

شریک یي کړئ