د ایران ځینو ښارونو کې د تېر مازدیګر (شنبې د مرغومې په ۲۱مه نېټه) په دغه هېواد کې د اوکرایني الوتکې د نسکورېدو په غبرګون کې د حکومت او نظام ضد اعتراضونه پیل شوي دي.
د راپورونو له مخې ډېرۍ اعتراضونه د تهران، اصفهان، شېراز او یو شمېر نورو ښارونو پوهنتونونو ته نېږدې شوې دي.
اعتراض کوونکي چې تېره اوونۍ پر اوکراییني مسافروړونکې الوتکې د ایراني پوځیانو د برید په تړاو د مالوماتو پر پټولو غصه دي. دوی د ایران حکومت او مشرانو ضد شعارونه ورکوي.
اعتراض کوونکو د امریکا لخوا د ایران د سپاه پاسدارانو د قدس څانګې قومندان، قاسم سلیماني انځور هم سوځولی او هغه یې قاتل بللی دی.
په همدې حال کې د ایران اعتراضونو کې په تهران کې د بریټانیا سفیر د ګډون له کبله درې ساعته په بند کې تېر کړي دي.
بریټانیا د ایران دغه کړنه غندلې.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په ایران کې له اعتراضونو ملاتړ کړی دی.