د ایران په سوېل ختیځ کې د سپاه پاسداران پر یوه مرکز برید کې د دغې ډلې یو غړ وژل شوی او پنځه تنه نور یې ټپیان شوي دي.
دا پېښه د شنبې پر سهار (د سلواغې پر ۱۳ مه) د سیستان بلوچستان ولایت په اړوند سیمه «نېک شهر» کې رامنځته شوې ده.
د ایران پولیس وايي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې په ایران کې د اسلامي انقلاب (پاڅون) د څلوېښتمې کلیزې لمانځنه کېده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د دغه ولایت مرکز زاهدان ښار د دوه لاسي بمونو د چاودنې شاهد وو چې د هغه په پایله کې پنځه تنه ایراني ځواکونه ټپيان شول.