د ایران د روغتیا وزارت ویاند، کیانوش جهانپور یکشنبې د (د وري په ۲۴مه نېټه) اعلان وکړ چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۴۴۷۴ تنو ته ورسید.
هغه زیاته کړه چې تر دې دمه د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر هم له ۷۱ زرو زیات شوی دی.
ایران په منځني ختیځ کې یو له داسې هېوادونو دی چې په کې د کرونا ویروس ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
له بلې خوا د ایران ولسمشر، حسن روحاني ویلي چې تر یوې اوونۍ پورې به ولایتونو ته د تګ راتګ بندیزونه لیري کړي.
دا په داسې کې ده چې نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر هم ۱۱۴ زرو نه زیات شوی دی.