Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی

ایران کې نن(پنج شنبې د کب په ۸مه نېټه) په کرونا ویروس درې نور اخته کسان مړه شوي دي او له دې سره دغه هېواد کې د قربانیانو شمېر ۲۲ کسانو ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران روغتیايي چارواکو په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د ۱۴۰ تنو له اخته کسانو خبر ورکړی وو.

ایران له چین نه وروسته دوهم هېواد دی چې د کرونا ویروس قربانیان په کې زیات دي.

په همدې حال کې د دوشنې په ورځ د ایران په پارلمان کې د قم ښار استازی، احمد امیر آبادي فراهاني بیا ویلي دي چې دوو اوونیو په ترڅ کې په دغه ښار کې ۵۰ په کرونا ویروس اخته کسان مړه شوي او ۲۵۰ نور قرنطین شوي دي.

د ایران دولتي ټلویزیون هم د چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې دغه هېواد کې په نشه يي توکو روږدي ۱۰ زره کسان هم قرنطین شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند، کیانوش چهانپور قم ښار کې د ۵۰ کسانو د مړه کېدو په تړاو د پارلمان د غړي ادعاوې رد کړې دي او هغه یې "بې بنسټه" بللې او زیاته کړې یې ده چې د ښاغلي فراهاني مالومات کره نه دي.

جهانپور ویلي په کرونا اخته کسانو ته به اړین درمل ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس له ایرانه کویټ، بحرین، عراق، عمان او افغانستان ته هم رسېدلی دی.

شریک یي کړئ