د ایران روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د قربانیانو شمېر ۳۹۹۳ ته رسېدلی.
د یاد وزارت ویاند، کیانوش جهانپور تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووید ۱۹ ناروغۍ له کبله د ۱۲۱ کسانو له مړیني خبر ورکړی دی.
هغه څرګنده کړې چې یادې مودې کې ۱۹۹۷ د کرونا ویروس مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.
له بلې خوا ایټالیا کې هم د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۱۷ زره ۶۶۹ کسانو ته رسېدلی دی.
د ایټالیا روغتیايي چارواکي وايي چې تېره ورځ چهارشنبې غه هېواد کې ۵۴۲ تنه د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.
همداراز دغه هېواد کې د اخته کسانو شمېر ۱۳۹ زره ۲۲۲ ته رسېدلی دی.
د کووید نوولس ناروغۍ تر اوسه پورې نړۍ کې ۸۸زره ۵۳۸ تنه مړه کړي او نېږدې یو نیم میلیون نور پرې اخته دي.