د ایران حکومت د اعتراضونو له کبله د دغه هېواد په ټولو برخو کې له پنځو ورځو راهیسې انټرنیټي خدمتونه پرې کړې دي.
ایرانیان وايي چې د انټرنت نشتوالي له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
له بلې خوا ملګرو ملتونو او د بخښنې نړیوال بنست هم د ایران له حکومت نه غوښتنه کړې چې خلکو ته د انټرنټ خدمتونه بیا فعاله کړي.
په همدې حال کې تېره ورځ په ایران کې یو شمېر کسانو د حکومت په پلوي هم اعتراضونه وکړل.
د ایران ولسمشر، حسن روحاني وايي چې د خلکو پر وړاندې د دښمنانو دسیسې ناکامې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د بخښنې نړیوال بنسټ وايي د تېرو پنځو ورځو اعتراضونو په ترڅ کې سل تنه وژل شوي دي.
ایران کې د تیلو بیوو زیاتوالي سره خلکو اعتراضونه پیل کړل، خو د ایران حکومت وايي چې د دغو اعتراضونو ترشا بهرني لاسونه دي او غواړي چې دغه هېواد کې کړکېچ رامنځته کړي.