Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران کې په کرونا ویروس دوه اخته کسان مړه شوي دي

ایراني رسنیو چهارشنبې(د سلواغې په ۳۰مه نېټه) راپور ورکړی چې د دغه هېواد قُم ښار کې په کرونا ویروس دوه اخته کسان مړه شوي دي.

ایراني چارواکو ویلي چې مړه شوي کسان ایرانیان وو او ناروغي یې د کرونا ویروس تشخیص شوې وه.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند، کیانوش جهانپور د یادو کسانو د مړه کېدو خبر په خپله ټویټر پاڼه لیکلی.

مخکې له دې د ایران د دولت ویاند، علي رابعي هم د کرونا ویروس دوې پېښې تایید کړې وې.

خو هغه په دې اړه جزئیات ورنکړل.

دا په داسې حال کې ده چې چین کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر له دوو زرو اوښتی.

د ایران د روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د دوو کسانو مړه کېدل تایید کړي دي

شریک یي کړئ