د برازیل روغتیا وزارت سې شنبې(د زمري په ۲۱مه نېټه) اعلان کړی چې تېره شپه ورځ کې دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۱،۲۷۴ تنه مړه شوي دي.
د دغو ناروغانو مړه کېدو سره برازیل کې د کرونا ویروس د ټولو قربانیانو شمېر ۱۰۳ زره او ۲۶ کسانو ته ورسید.
په همدې حال کې یاده موده کې هسپانیا کې هم د کرونا ویروس له کبله د ټولو قربانیانو شمېر له زرو زیات وو.
د دغه هېواد د روغتیا وزارت ویلي دي چې ۲۴ ساعتونو کې ۱،۴۱۸ د کوویډ۱۹ ناروغي د پېښو له ثبته خبر ورکړی دی.
له دې سره هسپانیا کې هم د کرونا ویروس له کبله د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۲۶ زره او ۶۱۲ ته ورسید.
تر اوسه هسپانیان کې د یادې ناروغۍ له کبله له ۲۸ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.
د شمېرو له مخې د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې نړۍ کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۲۰ میلیونو او ۲۹۲ زرو اوښتی دی او اد مړو شویو هم له ۷۴۱ زرو ډېر دی.