برازیل تېره ورځ(جمعه د غبرګولي په ۲مه نېټه) اعلان وکړ چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۳۳۰ زرو هم زیاتې شوې دي.
له دې سره دغه هېواد د اخته کسانو شمېر له کبله نړۍ کې له امریکا متحده ایالاتو وروسته، دوهم ځای لري.
مخکې له دې روسیې دوهم ځای درلود او دغه هېواد کې اوس د اخته کسانو شمېر له ۳۲۶ زرو زیات دی او له دې سره دریم ځای لري.
په همدې حال کې برازیل کې د قربانیانو شمېر هم ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دی او تر اوسه په کې ۲۱ زره کسان مړه شوي دي.
یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد کې له زرو ډېر کسان مړه شوي دي.
اوس مهال نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر له ۵میلیونو ۲۱۳ زرو هم زیات دی او د مړو شمېر له ۳۳۸ زرو اوښتی دی.
نړۍ کې د کووید ناروغۍ له دوو میلیونو زیات کسان روغ شوي هم دي.