د برازیل روغتیا وزارت چهارشنبې(د چنګاښ په ۴مه نېټه) په یوه شپه ورځ کې د کرونا ویروس د ۴۲ زره او ۷۲۵ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ.
همداراز یاده موده کې د کووید۱۹ ناروغۍ له کبله ۱،۱۸۵ تنه نور مړه شوي او له دې شمېر سره برازی کې د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۵۳زره او ۸۳۰ ته ورسید.
دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له یو میلیونو او ۲۰۰ زرو زیاتې شوې دي.
همداراز عربي متحده اماراتو بیا اعلان کړی دی چې د کرونا ویروس پراختیا مخنیوي په موخه لګول شوي بندیزونه لیري کړي دي.
د دغه هېواد حکومت وايي چې وروسته له دې ټولو ته اجازه ورکول کیږي چې پرته له محدودیته په ازاده توګه تګ راتګ وکړي.
د چین روغتیا ملي کمیسیون هم د دغه هېواد پلازمېنې بیجینګ کې د کرونا ویروس د ۱۳ تازه مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ. دغه هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې اوس مهال ۸۳ زره او ۴۴۹ ته رسیږي.
اوس مهال نړۍ کې د کرونا ویرس مثبتې پېښې له ۹ میلیونو ۴۳۰ نه هم اوښتې دي او له ۴۸۲ زرو ډېر مړه شوي دي.