Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

برازیل کې د کووید۱۹ ناروغۍ د قربانیانو شمېر له ۵۰ زرو واوښت

د برازیل روغتیايي چارواکي یکشنبې(چنګاښ په لومړۍ نېټه) ویلي دي چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۵۰زره او ۶۱۷ تنو ته رسېدلی.

همداراز دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر هم یو میلیونو او ۸۵ زره ته رسېدلی دی.

برازیل له امریکا وروسته د نړۍ دوهم هېواد دی چې د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې لريږ

لاتینې امریکا کې هېوادونو کې په یوه شپه ورځ کې نږدې زره تنه مړه شوي دي.

د جمعې په ورځ برازیل اعلان وکړ چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر یو میلیونو ته ورسید. یوازې تېره ورځ دغه هېواد کې د کرونا ویروس له ۸۵ زرو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې.

تر اوسه نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله له ۴۶۸ زرو ډېر کسان مړه شوي دي او له ۸ میلیونو او ۹۵۲ زرو ډېر پرې اخته دي.

برازیل له امریکا وروسته د نړۍ دوهم هېواد دی چې د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې لري

شریک یي کړئ