په بغداد کې د څو ورځنیو لاریونونو په لړ کې چې تاوتریخوالي ته کاږل شوي، تراوسه ۷۳ تنه وژل شوي او څه باندې درې زره تنه نور ټپيان دي.
دا لاریونونه د تېرې اوونۍ د سېشنبې په ورځ پيل او تر جمعې پورې یې دوام وکړ. لاریون کوونکو د بې کارۍ، فساد زیاتوالي او د حکومت له خوا د نامناسبو خدمتونو وړاندې کولو په دلیل په اعتراض لاس پورې کړ.
د جمعې په ورځ داسې رپوټونه خپاره شول چې د بغداد پولیسو د لاریون کوونکو د خورولو لپاره پر هغوی په مستقیمه توګه ډزې کړې دي.
رپوټونه همدارنګه رسوي چې کابو ۶۰۰ معرضان د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
د دغو لاریونونو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي په لړ کې، د عراق لومړي وزیر عادل المهدي، نن سهار په بغداد کې د تګ راتګ بندیز لغوه کړ.
خو لاریون کوونکي وايي چې پر هغوی د نښه ویشتوونکو له خوا ډزې شوې دي.
یو له لاریون کوونکو څرګندوي:«یوه نښه ویشتوونکي پر موږ ډزې وکړې او یو تن یې وواژه. زموږ اعتراضونه سولهییز وو؛ موږ حتا لرګي، ډبرې هم په لاس کې نهلرلې خو هغه د یوه نښه ویشتوونکي لخوا ووژل شو.»
په حکومتي بنسټونو کې فساد، د ځوانانو لپاره د دندو نشتون او د حکومت له خوا خلکو ته د ټولیزو خدمتونو نشتون، د لاریون کوونکو له مهمو نیوکو څخه وو. اعتراض کوونکي د اوسني حکومت د ګوښه کېدو او په دغه هېواد کې د یوه نوي حکومت د رامنځته کېدو غوښتونکي دي.