Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بغداد کې ۱۵ تنه د ناپېژانده کسانو په ډزو کې وژل شوي

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د ناپېژانده وسله والو د ډزو په پایله کې د پولیسو د درې افسرانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي او څه باندې ۷۰ تنه نور ټپيان دي.

د رپوټونو پر بنسټ، یوې وسله والې ډلې د تحریر په ډګر کې د لاریون کوونکو پر ټولګې برید وکړ، او هغه ودانۍ چې د لاریون کوونکو مېشت ځای بلل کېږي، ولکه کړ.

بلخوا امریکې د عراق درې تنه چارواکي په وروستیو لاریونونو کې د مداخلې، د لاریون کوونکو په ځپلو او وژلو کې د لاس لرلو په لامل تحریم کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سکرتر دېوډ شنکر وویل:«امریکا نن درې عراقي چې په عراق کې د سوله ییز اعتراض په ځپلو کې دخیل وو، او همدارنګه په فساد او د بډو په اخیستو کې دخیل وو تحریم وي. دا کسان قیس خزعلي، لیث عزلي، حسین فالح دي چې د ۱۳۸۱۸ اجرايي حکم پر بنسټ هغوی د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو کې دخیل دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په عراق کې د حکومت پر ضد لاریون کې تراوسه څه باندې ۴۰۰ معترضان وژل شوي دي او په سلګونه تنه نور ټپیان دي. 

په بغداد کې د حکومت پر ضد د لاریونونو په دوام، ناپېژانده وسله والو کسانو پر لاریون کوونکو او پولیسو برید وکړ. 

شریک یي کړئ