Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترودو: سیمه کې کړکېچ د اوکراییني الوتکې نسکورېدو لامل دی

د کاناډا لومړی وزیر، جاسټن ټروډو دوشنبې(د مرغومې په۲۳مه نېټه) ویلي دي، که په سیمه کې وروستی کړکېچ نه وی رامنځته شوی، په ایران کې د اوکراییني الوتکې قربانیان به ژوندي وی.

هغه له ګلوبال ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي دي:«زه فکر کوم چې که کوم کړکېچ نه وی، که په سیمه کې وروستی کړکېچ نه وی، کاناډایان به اوس په خپلو کورنو او کورنیو سره وی.»

د کاناډا لومړي وزیر همداراز زیاته کړې چې مخکې له هغې امریکا په خپل سري ګام کې قاسم سلماني وواژه، کاناډا هېڅ مخکې له مخکې خبر نه وو«قطعآ»یې باید غوره ګڼلې وی، چې دغه هېواد خبر وی.

ښاغلي ترودو زیاته کړې:«امریکا خپلې پرېکړې کوي. موږ هڅه کوو چې لویو مسایلو کې د یوې نړیوالې ټولنې په توګه کار وکړو. خو ځیني وخت هېوادونه پرته له دې چې خپل ملګري خبر کړي، پرېکړه کوي.»

وروسته له دې چې امریکا متحده ایالاتو په عراق کې د ایران د سپاه پاسدارانو د قدس څانګې قومندان، قاسلم سلیماني وواژه، د دواړو هېوادونو ترمنځ ناندرې راپورته شوې او ایران هم په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو برید وکړ، خو چا ته په کې زیان ونه رسید.

د ناندرو په دوام ایران په تیارسي حالت ته راغی او چهارشنبه سهار یې اوکراییني الوتکه چې د ۵۷ کاناډایانو په ګډون ۱۷۶ تنه په کې ووژل شول، وویشتله. ایران وايي الوتکه په تېروتنې ویشتل شوې ده.

د کاناډا لومړي وزیر ویلي دي چې دولت یې د مړو د لیږد او خښولو لپاره ژر ترژره کال پیل کړي

شریک یي کړئ