Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکيې په یوه باروړونکي موټر کې ۸۲افغان کډوال نیولي دي

ترکیي چارواکو  ۸۲  افغان کډوال او پناه غوښتونکي چې په یوه بار وړونکي موټر کې له ترکیې د یونان پر لور روان وو، نیولي دي.

دغو کډوالو غوښتل چې د یونان لېسبوس ټاپو ته ولاړ شي چې د ترکیې په "آیواجیک"  ښار کې موندل شوي دي.

د ترکیې د "ډي اچ اې" خبري اژانس په وینا، دا نیول شوي کډوال د ترکیې د کډوالو د بېرته راګرځول شویو یوه مرکز ته وړل شوي او د موټر چلونکی نیول شوی دی.

په داسې حال کې چې یونان غواړي له هغو پنډغالو چې ډېر وګړي دي په کې، کډوال او پناه غوښتنوکي د یونان نورو برخو ته ولېږدوي، خو لا هم د دغه هېواد ختیځو ټاپوګانو ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د ورتګ لړۍ دوام لري.

 یونان ته د دې مهاجرینو د ورتګ د مخنیوي لپاره د اروپايي اتحادیې او ترکیې د هوکړې له مخې، دې ټاپوګانو ته  ډېر شمېر کډوال او پناه غوښتونکي د تلو په حال کې دي.

دا کډوال او پناه غوښتونکي چې افغانان دي غوښتل یې د یونان لېسبوس ټاپو ته ولاړ شي

شریک یي کړئ